ارغوان وطنیار

دا ادبیات کلونه کلونه د جمهوري نظام کسانو هغه چا ته استعمالول چا چې یا پښتونولي پالله یا یې د سولې پلوي مفکوره لرله.
د تعجب خبره دا ده چې د همدې خلکو سرونه د پاکستان او لکۍ یې ایران کې راووتله، وروسته وروسته خبره د روسیې تر استخباراتو او بیا د امریکا تر بلک واټر پورې ورسیده. زاویه نیوز په خپل د 11/11/1402 نيټې راپور کې تاجکستان کې د پرځېدلي حکومت سفیر ظاهر اغبر له قوله لیکلي چې احمد مسعود د بلک واټر جنګي شرکت سره ناستې لرلې. بلک واټر د امریکا هغه جنګي شرکت دی چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د ګټو تضمینوونکو پروژو د تحقق په موخه له حکومته جګړې په قرارداد اخلي.
احمد مسعود اوس د دویم مقاومت سرکرده دی، د ده هدف نه وطن دی نه بل ارمان، یوازې د پنجشیر د لاجوردو او زمکې لاندې ذخایرو په تسخیر پسې سرګردانه دی. په دې وروستیو کې میلونونه ډالر د دولت ملي بودیجې ته انتقال شوي چې دا د افغانستان په تاریخ کې بې ساری اقدام دی چې یو افغان حاکم دولت په دې توانیږي چې د خپلو منابعو په استخراج ولکه لري.
تر دې پخوا کانونه د واک د جزیرو د خاوندانو په لاسونو کې وو چې په بې رحمانه ډول استخراجیدل او د واک د جزیرو د قومندانانو زور او مال لا پسې ډېرېده او حکومتونه یې ننګول.
د همدې زرو زور و چې دوی په خپلو ولایتونو کې بې تاجه پاچاهان ول او د دې سربېره یې ددګاونډیو، سیمې او نړۍ استخباراتو ته کار کاوه.
خپلې خبرې د دې موضوع په عنوان را ټولوم چې د مقاومت خواخوږو به طالبان او ملت پاله پښتنو ته ستون پنجم یا نوکران ای ایس ای ویل خو کله چې جمهوریت ونړېد دغه ډله خلک پاکستان ته لاړل او د شاه محمود قریشي پښو کې ورولوېدل.
د حاکم نظام برکت همدا دی چې دا د پردیو زیره خواره یې د تاریخ ډېران ته جارو کړل او د افغانستان منابع ملي شول او عواید یې ملي عوایدو ته انتقال شول چې دا دی ملي زیربنايي پروژې پرې رغیږي او ترمیمیږي.
ملي عواید باید ملي وي او بیت المال باید غني وي.
هر ملت باید خپل برخلیک خپله وټاکي د هېڅ ملت برخلیک بهرنیو استخباراتو نه دی ټاکلی.

اقبال لاهوري وايي:
خدا ان ملتی را سروری داد
که تقدیرش بدست خود بنوشت
به ان ملتی سر و کاری ندارد
که دهقانش برای دیګران کشت

ځواب پریږدئ

Exit mobile version