اوومه برخه

د امریکا او د هغې د اشرباړو له‌ لوري د افغانستان د نظامي اشغال له پیل وروسته، هغه جهادي مشران چې یو وخت د جهاد تر بیرغ لاندې د شوروي اشغالګرو په ضد جنګېدل، له امریکایي اشغالګرو سره لاس په لاس یې په دې خاوره کې د افغان مظلوم ملت په وړاندې بې‌ شماره جنايتونه ترسره کړل.

دغه بدنام جنګ‌ سالاران چې لاسونه یې لا د کورنیو جګړو پر مهال د قرباني شویو بې‌ ګناه انسانانو په وینو سره وو، د اسلامي شریعت د حاکمیت غوښتونکي ملت پر وړاندې د پردیو تر څنګ ودرېدل او ګڼ شمېر جنايات یې ترسره کړل.

په دې ډله کې عبدالرشید دوستم هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه و. لکه څنګه چې د دوستم نوم د کمونیستي لاسپوڅي رژیم تر واکمنۍ لاندې او له هغې وروسته د کورنیو جګړو پر مهال له ظلم او وحشت سره تړلی و، همداسې یې د امریکايي اشغال پر مهال هم د جنایتونو په ترسره کولو کې مهم او غوښن رول ولوباوه.

د دشت لیلې وحشتناکه پېښه چې ډېر خلک یې د پېړۍ جنایت یا د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر وحشت بولي، د عبدالرشید دوستم له خوا ترسره شو. دا هغه جنایت و چې آن د هغه وخت تر ټولو بې رحمه انسانان یې هم دردول، خو دوستم چې د انسانیت او اسلامیت بوی یې هم ندی کتلی، په ډیره بې شرمۍ او د وجدان له عذاب پرته یې دا ستره فاجعه رامنځ ته کړه، حتی وروسته یې څو ځله افتخار هم ورباندې کړی.

د دې زړه‌ بوږنوونکي پېښې جریان داسې و، کله چې د امریکا له خوا د افغانستان اشغال پیل شو، د طالبانو لومړي حکومت د دې لپاره چې ولسي خلکو ته د امریکا او ناټو د بمباریو له امله زیان و نه رسېږي، د جګړې له لیکو او بیا له ښارونو په شا شول او ولایتونه یې یو په بل پسې پرېښودل.

دې په شاتګ همداسې دوام وکړ، تر دې چې څو اوونۍ وروسته یواځې کندز او د کندهار ځینې مرکزي سیمې د طالبانو د تحریک تر واک لاندې پاتې شوې. خو په کندز کې ډېر شمېر طالبان محاصره شول. د شپې له خوا به امریکایي الوتکو ورباندې بمبارد کاوه او د ورځې به یې داخلي اجیرانو لکه دوستم، جنرال فهیم او جنرال داود بریدونه ورباندې کول.

بل لوري ته د اشغالګرو بې رحمه بمبارۍ او د اشغال د داخلي مزدورانو پرمختګونو د کندز ولسي خلک له بشپړې تباهۍ سره مخ کړي وو. هره ورځ ښارونه او کلي بمبارېدلې په طالبانو سربېره ولسي خلکو ته هم درانه تلفات اوښتل.

بالآخره د طالبانو تحریک د دې لپاره چې د کندز د خلکو ژوند او مال محفوظ پاتې او ښارونه وران نشي، پرېکړه وکړه چې له دوستم سره خبرې وکړي. دوستم او نورو مخالفینو طالبانو ته ژمنه ورکړه که وسلې وسپاري، د هېواد جنوب لوري ته د کورونو د تګ لاره به ورته پرانیزي.

د همدې ژمنې او تړون له مخې، زرګونه طالبان د پرګنک له لارې د مزارشریف په لوري وخوځېدل او ځانونه یې د دوستم ځواکونو ته وسپارل. خو دوستم او د هغه داخلي او خارجي ملګرو د خپلې کړې ژمنې په ماتولو سره تاریخي غدر وکړ.

دوستم او د هغه پلویانو بې‌ وسلې شوي طالبان په کانټنیرونو کې مزارشریف ته انتقال کړل. دغه کانټنیرونه چې د هوا لپاره یې هیڅ ډول سوري نه درلودل، ډېر ژر یې اکسیجن ختم شو او زیاتره کسان د اکسیجن د نه شتون له امله مړه شول. کوم کسان چې ژوندي پاتې وو، د امریکایانو او د دوی لاسپوڅو له لوري سره جلا شول. مشران یې ګوانتانامو ته واستول شول او نور یې کلونه، کلونه په سختو شرایطو کې بندیان وو.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version