د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یاد ریاست له لوري د پکتیا مرکز او زرمت ولسوالۍ په چوڼۍ، شیخان، ډنډ غاړه، عبدالله کلا او فقیرخاک کلیو کې د ۹ توزیعي ترانسفارمرونو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې له بشپړېدو سره یې ۱۰۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې.
د برېښنا شرکت په وینا، پر دې پروژه ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د ۵۷۵ کانکریټي پایو او ۶۵ کیلومتره د ۲۰ او ۰.۴ کیلوولټ برېښنا مزي غځول پکې شامل دي.


