د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت په یحیی‌خېلو ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا د اوبو او انرژۍ رئیس دغه پروژه د ولسوالۍ بازار د پرمختګ او د خلکو هوساینې لپاره مهمه بللې او پانګوال شرکت ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یاده پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژۍ ریاست تر چتر لندې د یوه خصوصي شرکت له لوري تطبیق شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version