نن سهار ۸:۱۰ بجې د پېښور په صدر ګڼ‌مېشته سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د اېف‌سي (سرحدي) ځواک پر مرکز وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې د یاد رژیم ګڼ شمېر عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، لومړی یوه بریدګر د مرکز په عمومي دروازه کې ځان‌تېری برید وکړ او دوه نور مرکز ته ننوتل او جګړه یې پيل کړه.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې دې برید کې د اېف‌سي ۱۵ عسکر هلاک او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځي رژیم رسنیو بیا د اېف‌سي د درې عسکرو هلاک کیدل تائید کړي.

ورته مهال پاکستاني رسنیو د روغتیایي سرچینو پر حواله ویلي، چې د برید له ځایه ۵ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې دوه د اېف‌سي پرسونل او درې عام خلک وو، چې د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د برید په تړاو د پاکستان پوځي رژیم او کومې ډلې رسمي غبرګون لا نه دی خپور شوی او نه یې چا مسولیت منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version