د سوریې پلازمېنه دمشق کې د چين سفارت په سوريه کې له مېشتو چينايي اتباعو غوښتي چې د امنيتي خطرونو له امله ژر تر ژره سوريه پرېږدي او له ياد هېواده ووځي.

سوريه کې د چين سفارت د امنيتي خطرونو خبره داسې مهال کوي چې تازه د سوریې حماة ښار د تحريرالشام ځواکونو لاس ته ولوېد او وړاندوینه کېږي چې ژر به د حمص ښار او ورپسې د پلازمېنې دمشق د نيولو په تکل جګړه پيل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version