د چین د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې نیول کېدل غندلي او د امریکا دا اقدام یې «استبدادي» او د ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
دغه وزارت زیاته کړې چې دا ډول اقدام د وینزویلا له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده او کولی شي په لاتینې امریکا کې امنیت او سوله وګواښي.
چین همداراز له امریکا غوښتي، چې د نړيوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو سره سم چلند وکړي او د نورو هېوادونو له حاکمیت او امنیت څخه سرغړونې پای ته ورسوي.
