د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، یو چینايي شرکت چمتو شوی په هرات کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه وکړي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس محمد نیسم محمدي(یون لونگ زیرن) چینايي شرکت استازو سره لیدلي او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې یې پانگونې ته هڅولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس ویلي، اوسمهال افغانستان په ځانگړي ډول هرات کې د کانونو او د استخراج او پروسس ترڅنگ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چینايي پانگه‌والو ته د پانگونې لپاره غوره فرصتونه شته او چینايي پانگه‌وال باید له دې مهم فرصت څخه گټه واخلي او په دې برخه کې پانگونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د (یون لونگ زیرن) استازي له قوله ویل شوي، د اوسپنې پټلۍ پراختیا د سیمې او نړۍ لپاره مهمه ده او افغانستان د نښلولو لپاره بنسټیزه کیلي ده.: «په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه يې لومړيتوب دی او ياده موضوع به د دې شرکت له مشرتابه سره هم شريکه کړي.»

د يادونې وړ ده، چې د ياد شرکت استازي هرات ولايت ته د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې د سروې په موخه سفر کړی وو، چې وروسته به د پانگونې دا کچه تر ۱۰۰ مېليونه امريکايي ډالرو پورې لوړوي.

د یو بل خبر له مخې، د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ ۹۲۲۳۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۵۶۹۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۰۵۴) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۸۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۲۲۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version