د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ښه امنیت په موخه یې ۳۰۰ امنیتي کمرې لگولې دي.د یاد ولایت ویاند حکمت شمیم وايي، دغه کمرې په پروان ښار، د پروان ـ بغلان او پروان ــ بامیان لویو لارو په اوږدو کې د لا زيات امنيت ټینگښت او د جنايي جرمونو مخنيوي په موخه لگول شوې دي.

د پروان سربېره د هېواد په ټولو لویو ولایتونو او لارو کې له پرو سږکال راهیسې د امنیتي کمرو لگول پیل شوي دي، چې ورسره جنايي پېښو کې هم د پام‌وړ کموالی راغلی دی.د کورنیو چارو وزارت ویلي، په پام کې لري چې په راتلونکو پینځو کلونو کې په ټولو ولایتونو کې تر ۶۰ زرو ډېرې امنیتي کمرې ولگوي.

د امنیتي برخې کارپوهان د حکومت دغه کړنه ستايي؛ ځکه د امنیتي کمرو په مرسته مجرمین ژر پېژندل کېږي او امنیتي مسوولینو ته یې نیول او پېژندل اسانه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version