د چین ولسمشر شي جین پینګ د اسیا‌-پاسفېک سازمان په سرمشریزه کې د مصنوعي ځيرکتیا نړیوال سازمان د جوړېدو وړاندیز کړی.

نوموړي ویلي، د دې سازمان موخه به پر مصنوعي ځيرکتیا د حاکمیت لپاره د نړیوالو قوانینو او تګلارو جوړول او په دې برخه کې د نړیوالې همکارۍ زیاتول دي.

شي جین‌ پینګ ټینګار کړی، چې مصنوعي ځيرکتیا باید یو «نړیوال عامه محصول» وي، نه یوازې د یو څو هېوادونو انحصاري وسیله.

د چینایي چارواکو په وینا، که هوکړه وشي د دې سازمان اصلي دفتر به د دغه هېواد په شانګهای ښار کې وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version