بي بي سي انګليسي د بريټانیا د ټرانسپورټ پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د کیمبرج شایر ښار په یوه ریل ګاډي کې ۱۰ کسان په چاقو وهل شوي دي.
سرچينه وايي، لس کسان ټول ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي، چې له ډلې یې د ۹ تنو روغتیايي حالت ډېر نازک دی.
پوليسو ويلي، دوه کسان یې د دغې پېښې د عاملینو په تور نیولي دي او نورې څېړنې هم روانې دي.
