د ساوت چينا مارنينګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین دولت یو داسې خطرناک هایدروجني بم په بریالیتوب سره ازمویلی چې اتومي مواد نه لري؛ خو د ویجاړوونکو کیمیاوي تعاملاتو پر مټ پراخه اورلګېدنه رامنځته کولای شي چې د لوړ تخريب سبب ګرځي.
سرچينې د چينايي څېړونکو له قوله ويلي، چې دغه دوه کیلو ګرامه بم د لومړني ازمایښت پر مهال په دوه ثانيو کې له ۱۰۰۰ سانتيګراد څخه پورته اور بل کړی چې دا موده د TNT په نوم مادې د ورته انفجار په پرتله ۱۵ چنده زیاته ده.
د معلوماتو له مخې، په دې بم کې له یوې خاصې مادې «هایډراید مګنیزیم» څخه کار اخیستل شوی، چې د سپین پودر بڼه لري او کولای شي په جامده حالت کې زیات مقدار هایدروجن ذخیره کړي.
د ياد بم د جوړونکي څېړنيز ټيم مشر ویلي «لومړی د هایدروجن ګاز انفجار پیلېږي، پراخه ساحه رانغاړي او داسې لمبې تولیدوي چې ژر خپرېږي. دغه ترکیب دا امکان برابروي چې د چاودنې شدت دقیقا کنټرول شي او هدفونه په لویو سیمو کې په یو شان او يو ډول له منځه یووړل شي.»