د سي‌ اېن‌ اېن‌ خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې سبا دوشنبه به د روسيې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه ټلیفوني خبرې وکړي.

سرچينه وايي، ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» له لارې لیکلي، چې د دې خبرو موخه «د وینو بهېدو بندول» دي.

نوموړي زیاته کړې، له پوتین وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي او د ناټو له یو شمېر مشرانو سره هم خبرې وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې روسیې او اوکراین تازه د درې کلونو وروسته په استانبول کې مخامخ خبرې وکړې.

که څه هم دواړو لورو د بندیانو تبادله منلې، خو د خبرو عمومي پرمختګ محدود و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version