برېټانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځانګړو ځواکونو ته امر کړی، څو پر ګرینلنډ د برید طرحه چمتو کړي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیزانو یې مخالفت کړی، ځکه چې د دوی پر باور د ګرینلنډ پر وړاندې د ټرمپ پلان غیرقانوني دی.

د امریکايي پوځ لوړپوړي جنرالان پر دې باور دي، چې کانګرس به د دې طرحې ملاتړ ونه کړي او دا کار به په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته سخت زیان ورسوي.

ډیلي مېل همدا راز لیکي، چې د پوځ دننه هڅې روانې دي څو د ټرمپ پام هغو موضوعاتو ته واړول شي چې لږې لانجمنې ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version