ارغوان وطنیار
افغانستان له مرکزي اسیا، فارس او د هند د سیمو له هغو دولتونو سره پرانستي سرحدونه لرل چې د تاریخ په اوږدو کې یې قدرت تر لاسه کړی او همیشه د همدې دریو سیمو ترمنځ پاتې شوی، دغه بدلیدونکی حالت له پخوا د دوو عواملو له مخې ځانګړی شوی دی.
له یوې خوا افغانستان په دې بدلون کې د رقیبو جګړه مارو ځواکونو د جګړو میدان و او د دې په سرحدونو کې به سره جنګېدل له بلې خوا د افغانستان موقیعت همیشه دا جګړه مار ځواکونه په کمزوري حالت کې پرېښودل او دا هېواد یې اشغالولی نشو، نو ځکه افغانستان د دوی له کمزوري کنتروله لرې او ازاد پاتې و. دا هم باید وویل شي چې د دې جغرافیې خلک د تاریخ په اوږدو کې له اشغالګرو قوتونو سره سرونه جنګولي، افغانستان له خپل ځانګړي جغرافیوي موقیعت ګټه هم اخیستې، په خپل ګاونډ کې پرتې سیمې لاندې کړې د اوسني افغانستان په محور یې امپراتورۍ جوړه کړې وه.
د اسلامي تمدن په دور کې افغانستان د اسلامي نړۍ یو مهم مرکز او زانګو وه. محلي کورنیو(صفاریان، ساسانیان، غزنویان او غوریان) دوی د اسلام له ځواکه ګټه پورته کړه، له لسمې تر دولسمي میلادي پېړیو پورې یې ډېرې غیرې اسلامي سیمې لاندې کړې او د اسلام مقدس دین رڼا یې پکې خپره کړه. د مغلو او ترکانو د دیارلسمې او پنځلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د اوسني افغانستان موسس احمدشاه بابا افغانستان په سیمیز مرکزي ځواک بدل کړ او په اوسني افغانستان، پاکستان، د ایران په ختیزو برخو او تر ډهلي پورې د هند شمالي برخو کې خپله امپراتوري پراخه کړه. مګر په نوولسمه پېړۍ کې د افغانستان امپراتوري لومړۍ د لویدیز لخوا پارسیانو او بیا د ختیز له لوري سیکانو وګواښله او ورپسې اروپايي استعمارګرو زموږ پر هېواد د هجوم نیت وکړ. د بریتانیې او روسیې د لویې لوبې چې د مرکزي اسیا د کنټرول هڅه کوله افغانستان لومړی د جګړو پر مېدان بدل کړ، بیایې د روسیې او برتانیې ترمنځ د جګړو د مخنیوي په پار حایله سیمه کړه. افغانستان تر ډېره په همدې موقف کې پاتې شو مګر د تېرې پېړۍ په ختمېدو له دواړو هېوادونو سره جګړو ته اړ شو. د دوو لویو جګړو پر مهال افغانستان بې پرې پاتې شو.
مګر د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د خونړیو جګړو اور ته ټېل وهل شو او د امریکا و روس ترمنځ د نیابتي جګړو ډګر وګرځیده.
دا هېواد همیشه د سیمه ایزه قدرتونو ترمنځ د وزلوبې د پسه په څېر د دوی د ګټو او اسونو زغلولو تر پښو لاندې میده شوی، له همدې امله یې د جنوبي، مرکزي او غربي اسیا پر جیو پولیټیکي فالټ لاین (خطا کرښه او جنجالي برخه) باندې اغیز لرلی.
دا هېواد تر ډېره بریده نظامي تاریخ لري، د دغې سیمې جیوپولیټیک موقیعت ستراتیژیک فرصتونه د افغانستان لپاره او کمزروتیاوې یې د بهرنیو قوتونو لپاره بیلا بیل بدلیدونکی او متنوع طبیعت لري.
د تاریخي پس منظر لمخې زموږ هېواد همیشه د شمال لخوا د اشغال په موخه تهدید شوی دی او د ختیز لخوا تر برید لاندې راغلی دی.
د انګریزانو درې جنګونو او بیا د ناټو له لوري په 2001کال کې له همدې نقطې تر برید لاندې راغی، پاکستان د خیبر پښتونخوا لاره د ناټو په واک کې ورکړه په ننګرهار کې یې خپل نفوذي څېرې او محلي قومندان ظاهر قدیر، حضرت علي، زمان غمشریک او نور راپورته کړل. د جلال اباد هوايي میدان وویشتل شو، ځای ځای جګړه ونښته او د افغانستان اشغال ته زمینه برابره شوه.
اوس یوځل بیا له همدې فارموله د استفادې په نیت ګاونډي هیوادونه محلي او سیمه ایز جګړه مار د سترنج د دانو په څېر د افغانستان د منازعې لپاره چمتو کوي ترڅو دلته د خپل بله اجنډا تطبیق کړي.