دا خبرې په کابل کې د چين سفير ژاوشينګ د هېواد د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني سره په ناسته کې کړې دي.

د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: په دې کتنه کې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چینایي پروژو، ډیپلوماتیکو او مېشتو چینايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه وکړه او د دغه وزارت په دوامداره همکاریو یې خوښي وښووه.

خبرپاڼه همدا رنګه زياتوي چې: ښاغلي ژاو شینګ وویل د تېرو څو اوونیو په لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په تجاري او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي.

ښاغلي شينګ د مس عینک کان د سړک پرانیسته او د جلغوزیو په برخه کې تړونونه او ورته نورې پروژې د دوه اړخیزه اړیکو څرګندوونکې یادې کړې او هېواد ته له راستنېدونکو افغان مهاجرو سره د مرستو پر دوام یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې: خلیفه صاحب هېواد ته له راستنېدونکو افغانانو سره د چین د مرستو مننه وکړه او د لویو سوداګریزو او اقتصادي پروژو په برخه کې یې د را منځ ته شوي پرمختګ هرکلی وکړ.

همدا رنګه ښاغلي حقاني په هېواد کې د سوداګریزو او اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړ او په دې برخه کې یې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ.

پر دې سربېره دې کتنه کې دواړو لورو پر سیمه‌ییز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه‌اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version