د کابل ښاروالۍ مسوولینو د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې وویل، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې ټول ټال د ۸۳ کيلومټره په اوږدوالي بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي دي، چې په دې په تېرو ۳ کلونو کې په پلازمېنه کې د جوړ شویو سړکونو اوږدوالی ۳۲۳ کيلومترو ته ورسېد.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل، چې کابل ښاروالۍ په همدې موده کې د ۱۲۰ نویو پروژو تخنیکي اسناد ترتیب کړي او له ۸۰۰ زیات د ودانۍ جوازونه یې صادر کړي دي.

د بارکزي په وینا، د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره په کابل ښار کې یو زر او ۸۶ ملکیتونه استملاک شوي او شاوخوا یو میلیون د ونو نیالګي هم کېنول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولينو همدا راز ويلي تېر کال کابل کې ۲۳۴۴۹۸ کیلو ګرامه تاریخ تېري او بې‌کیفیته توکي راټول شوي او ۱۸۸۵۸۸ کیلو ګرامه خراب خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د مسوولينو په خبره په وروستي یوه کال کې د ۱۲۰ نویو پروژو لپاره تخنیکي اسناد چمتو شوي او څه باندې ۸۰۰ ودانیز جوازونه هم صادر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version