د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اېف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت په سوراب ښار کې د پاکستاني پوځ پر مرکزي کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه برید کې تر ۱۲ ډېر پاکستاني پوځيان ټپیان شوي او درانه زیانونه هم ور اوښتي دي.

دغې ډلې وړاندې ګواښ کړی، چې پر پاکستاني پوځ به یې تر هغې بریدونه دوام ولري، څو له بلوچستانه و نه وځي.

د یادونې ده، چې د بي‌اېل‌اېف دې تازه ادعا ته پاکستاني چارواکو غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version