‏کابل ښاروالي وايي د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل_جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره، په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.

کابل ښاروالۍ په خپل ایکس پاڼه ليکلي چې دغه راز د ځمکې سر اوبو د مدیریت او د سړک له ژر وړیجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۱۴۵۰) مترو په اوږدوالي، له (۲ څخه تر۲.۵) مترو په سور او له (۱ څخه تر۱.۶) مترو پورې په ژوروالي یو کانال، او د یاد کانال په سر د (۴۲) او (۶۰) مترو په اوږدوالي او له ۱ څخه تر۳ )مترو په سور سره (۳) کوچني پلونه هم جوړیږي.

همدارنګه کابل ښاروالي زياتوي چې د یاد سړک دواړو خواوو ته پلې لارې، د سړک منځ ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم د جوړېدو په حال کې دي، چې چارې به یې تر راتلونکي یوه کال پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version