د لوړو زده کړو وزارت نن يکشنبه د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا د ۱۱ او ماسټرۍ د ۱۶ پروګرامونو او ۱۳ نویو پوهنځیو او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۱۰ پروګرامونو رامنځته کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

په یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

دغه راز، د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د مسئولینو په وینا، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

همدارنګه، ۲۲۱۲ تنه محصلین چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې هم ارزول شوي دي.

مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې د اسنادو د معادلت او ارزونې په موخه، په ټولیز ډول له ۴۰ زره علماء کرامو څخه ازموینه اخیستل شوې ده.

همداراز، محصلینو ته د عملي زده کړو، په امارتي ادارو کې د فارغ شویو محصلینو د جذب او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، له سکتوري وزارتونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه، لاسلیک شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د ۹ ساختماني پروژو، چې لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه، کتابتونونه، کمپیوټر لبونه او درسي ټولګي پکې شامل دي، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د ۶ ترمیماتي پروژو چارې هم دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version