د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست پولیسو هغه غل نیولی، چې د یو سوداگر دوه زامن یې څو ورځې وړاندې تښتولي وو.

د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو سوداگر هغه دوه اولادونه چې غلو څو ورځې وړاندې د کابل ښار کارته‌سخي سیمې څخه تښتولي وو، ازاد او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل.

د ځدراڼ په خبره، د یادې قضیې په تړاو یو انسان تښتوونکی نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

که څه هم په هېواد کې جنايي پېښې کمې شوي؛ خو لا هم وخت ناوخت د ځینو سوداگرو او شتمنو کسانو اولادونه د انسان تښتوونکو له لوري تښتول کېږي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ژر ژغورل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version