د ارشاد، حج او اقافو وزارت وايي، د مکې مکرمې د حج بعثې روغتیا کمېټې له ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل سره په همغږۍ افغان حاجیانو ته د (۲۴) ساعته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، مکې‌معظمې ته د حاجیانو راتگ سره سم، یاده کمېټه د منظمو تدابیرو او پلانونو په نیولو سره سم خپل خدمات پیل کړي دي او د تجربه لرونکو ډاکټرانو او د اړتیا وړ درملو او کلینیکونو په لرلو سره د حاجیانو د روغتیا او درملنې ته جدي پاملرنه کوي.: «مکې‌مکرمې ته د افغان حاجیانو له راتگ سره سم موږ په درې مهمو نقطو کې د حاجیانو لپاره کلینیکونه جوړ کړي دي چې (۲۴) ساعته د دوی په خدمت کې دي.»

د خبرپاڼې له مخې، که د افغان حاجیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه‌وي، ناروغ په بېړنۍ توگه د سعودي عربستان روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږل کېږي.

د حج پر مهال ډېری وخت افغان حاجیان شکایت کوي، چې د نورو هېوادونو په پرتله افغان حاجیانو ته کمه پاملرنه کېږي او د روغتیايي برخې برسېره یې نورو برخو ته ځانگړی پام نه کېږي.له تېرې اوونۍ راهیسې د افغان حاجیانو د تگ لړۍ پیل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version