ار ټي عربي راپور ورکړی، چې د سوډان هوايي ځواک په نيالا او شاوخوا سيمو کې د متحده عربي اماراتو له ملاتړ برخمنو ملېشو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې د وسلو او مهماتو زېرمتونونه او الوتکې په بشپړه توګه لمنځه تللي دي.

د معلوماتو له مخې، دا عملیات د دقیقو استخباراتي څارنو وروسته ترسره شوي، چې پکې د ملېشو د تېرو ورځو د اکمالاتو او هوايي الوتنو خوځښتونه ثبت شوي وو.

بلخوا، ملېشو په الفاشر ښار کې له ۵۰ زرو زيات ملکيان محاصره کړي او د سټارلينک دستګاوې او ټليفونونه یې ترې ضبط کړي، څو یې غږ بهر ته ونه رسيږي.

د سوډان کړکېچ اوس د نړۍ تر ټولو ستره بشري فاجعه بلل کېږي، ځکه له اتو میلیونو څخه زیات کسان بې‌ځایه شوي، او میلیونونه نور د لوږې، د روغتیايي نظام د ړنګېدو او د ناروغیو د خپرېدو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version