د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرینوف سره کتلي.

ښاغلي منیر نشه‌يي توکي نړیواله ستونزه بللې او ویلي یې دې، چې د نړۍ هېوادونه دې بزګرانو ته د‏ بدیل معیشت د برابرولو او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.

ورته مهال کابل کې د روسیې سفیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ا.ا هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې بې‌ساري دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، دواړو لوریو د کتنې په پای کې د یادې پدیدې پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version