د لوړو زده‌کړو وزارت ويلي، چې د افغان اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره یو نوی پرمختللی طبي لابراتوار د شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد وزارت په وینا، په دې لابراتوار کې د طبي ټکنالوژۍ او مایکروبیالوژۍ اړوند بېلابېلې پرمختللې څانګې او وسایل شامل دي چې د معایناتو اسانتیا برابروي.

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي، د یاد لابراتوار فعالېدل به د طبي زده‌کړو کیفیت او مسلکي اړیکې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي ندیم د دغو وسایلو پر معیاري او موثرې ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version