نن پنجشنبه، د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د عزیزي بنسټ د خیریه پروژو د پرانیستې مراسم د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شول.

په دغو پروژو کې سرطان ځانګړی ۴۰۰ بستریز روغتون، ۲۰۰ بستریز زېږنتون، یو ښوونځی، د نرسنګ یو انسټټیوټ، د روغتیایي علومو یو پوهنتون، د یتیم پالنې یو مرکز او د ۲۰۰ مېګاواټه بریښنا د تولید پروژه شامله ده. په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس او یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند، سردار محمد داوود خان روغتون څخه د لیدنې پرمهال یاد روغتون کې يو شمېر برخې ګټې اخيستنې ته سپارلي، چې په کې نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او دغه راز د «NKC» کمپ شامل دي.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم حضور درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version