.

د مالیې وزارت وايي، د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بگرامیو ولسوالۍ اړوند د نساجي کارخونې ته مخامخ ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځول شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت اړوند یاده ځمکه، چې له کلونو راهیسې د یو شمېر زورواکو له لوري غصب شوې وه، پکې ناقانونه کورونه جوړ شوي وو، چې د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري یاد کورونه ړنگ او ځمکه د غاصبینو له واکه ووته: «د دغې ځمکې په غصبېدو سربېره په یاده سیمه کې د یو شمېر فرصت غوښتونکو کسانو له لوري ناقانونه کړنې هم کېدې، چې د سیمې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي وو.»

د خبرپاڼې له مخې، د یادو کورونو له ړنگېدو سره په سیمه کې د هر ډول فساد مخه ونیول شوه او د خلکو له پاره بشپړ امنیت راغی.

د یادونې وړ ده، چې په یاده ځمکه باندې به ټولگټې پروژې پلې شي، چې ورسره به د سیمې د ابادۍ او ښکلا‌ ترڅنگ، یو شمېر هېوادوالو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د مالیې وزارت سربېره د عدلیې وزارت هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راگرځولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version