د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل کې د ۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۵ چیکډیمونه گټه اخیستنې ته سپارل شوې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چیکډیمونه د کابل په چهار اسیاب، بگرامي، خاکجبار او موسهي ولسوالیو کې جوړ شوي، چې ټولیز لگښت یې ۱۱ مېلیونه افغانۍ دی.

د یاد چیکډیمونو د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور ویلي، د اوبو سرچینو پياوړتیا، د باران اوبو د را ټولولو، د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوی، د چاپېریال ساتنه او د خلکو لپاره د کار موندنې په برخه کې به یاد چیکډمونه گټور ثابت شي.: «له نېکه‌مرغه د اوبو او انرژي وزارت فعالیتونه د انرژي د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې په ښه توگه روان دي.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه پينځه پروژې په چهار آسیاب، بگرامي، خاکجبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې پلې شوې او په ټوله کې د ۸۲۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې څه باندې اووه زره کورنۍ ورڅخه برخمنې کېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل سربېره د هېواد په گڼو ولایتونو کې په لسگونه چیکډیمونو کارونه روان دي، چې ځینې به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

چیکډیمونه د دې سربېره چې اوبه ذخیره کوي، د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې کوي او بزگرانو ته د کال په ټولو موسمونو کې اوبه برابروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version