د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړېدو طرحه تایید شوه.دغه طرحه د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په شپاړلسمه غونډه کې تایید شوې او د امارتي شرکتونو مشرتابه ته یې د تعقیب دنده سپارل شوې ده.هر کال ګڼ شمېر افغانان د سرطان په وژونکې ناروغۍ اخته کېږي چې هېواد دننه یې د درملنې امکانات لږ دي.زیاتره افغانان د سرطان د درملنې له پاره له هېواده بهر ځي.څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد په خوست کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د یو روغتون د جوړېدو خبر ورکړی و، چې نن سرپرست حکومت عملي ګام پورته کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version