د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د مسعینک کان پر انجینرانو هوایي برید شوی.
دغه وزارت ویلي، چې د مس عينک کان پر انجينرانو د هوايي بريد اوازې هیڅ حقیقت نه لري او د افغانستان د خاورې او خلکو د ښمنانو تل هڅه کړې، چې په بې ځایه او دروغو اوازو خپرولو سره وېره رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ټولنيزو رسنيو کې بار بار د ځينو موضوعاتو په اړه اوازې او شايع خپرېږي چې د حقيقت له څرګندېدو وروسته دروغ ثابتې شوي.