د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې کندهار کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۷۰ پولیس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې دغو پولیسو ته په عقیدوي او مسلکي برخو کې لنډمهاله روزنه ورکړل شوې وه.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د پولیسو له روزنیزو مرکزونو زرګونه سرتېري فارغ او په دندو ګومارل شوي دي.
