د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو سږکال په یاد ولایت کې د چرګانو د ۶۰ سلنه فارمونو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کندهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي چې تېرکال په یاد ولایت کې د فارمونو شمېر ۳۵۰ یاد شوي وو او سږکال ۱۲۵۰ فارمونوته لوړشوي، چې د تېرکال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د دغو فارمونو د زیاتوالي لامل چرګانو ته بازارموندنه، د چرګانو د قاچاق مخنیوی، د چرګانو واکسین او پروخت لازم سپارښتنې بلل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې زیاتره فارمونه د یاد ولایت په دامان، ژېړۍ، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، میوند او ارغستان ولسوالیو کې شتون لري، چې په کې ۸۵۰۰ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version