د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د سرپل ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کډوالو لپاره د ۱۱۴ کورونو د جوړولو چارو د پيلېدو خبر ورکړی.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ليکي چې د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد ويلي، چې یاد کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږی.

ورته مهال یاد ولایت ته راستنېدونکي کډوال د حکومت له ياد اقدام ستاينه کوي او د سر پناه په برخه کې د دوی د ستونزو د حل یې ګڼي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version