blob:https://hindukushpa.com/f6d35206-60a0-4a74-ab75-289cb36058e1

په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې (هندوکش غږ) ته ویلي، د کندوز ولایت استخباراتو هغه تن نیولی، چې په ټولنیزو رسنیو کې به یې د نظام ضد لیکنې کولې او هم به یې خلک د نظام ضد کړنو ته پارول.

د یادې سرچینې په خبره، فهیم الله د دولت محمد زوی، چې د کندوز ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی دی او په فېسبوک کې یې د “فرهت فرهت” په نامه پاڼه چلوله او له همدې پاڼې به یې د نظام ضد منفي تبلیغات کول.

نوموړي نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د نظام پر ضد منفي تبلیغات کول، بلکې یو میل تومانچه یې هم له ځان سره گرځوله او ځینې خلک یې گواښلي هم وو، چې د کندوز د استخباراتو ځواکونو له لوري ونیول شو.

یادې امنیتي سرچینې ویلي، نوموړی له ټولو شته ثبتونو سره نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی، چې د دوسیې د بشپړېدو وروسته به عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.

پرون د کندوز په ښار کې د استخباراتو ځواکونو له لوري د بغاوتگرو د یوې نوې ډلې فعال غړی د دوو حلقو چسپکي ماینونو سره نیول شوی و.

نیول شوی تن محمد حکیم نومېده، د یوې نوې جوړې شوې ډلې (اقتدار مردمي) فعال غړی او د بغلان د پل‌حصار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version