د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کنړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د افتاء او قضاء څانګې تخصصي جامعه پرانیستله.

ښاغلي ندیم د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د ورته جامعاتو ایجاد د دې لپاره شوی چې د هېواد د محکمو چارې معیاري شي.

هغه ویلي، له دې جامعاتو فارغان کولی شي په عدلي نظام، اوقافو، مدارسو او پوهنتونونو کې ښه خدمت وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي، موږ په عصري علومو کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې لرو او په همدې ډول په دیني برخو کې هم باید د تخصص برنامې ولرو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version