د خیبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ له ټانک سیمې څخه هندوکشغږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې نن سهار پاکستاني طالبانو پوځیانو ته کمین ورکړی، چې په ترڅ کې یې د عامر، اکرم، جابر او سلیمان په نومونو څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او همدا راز د عرفان، ناصر، حسن، مسعود، رحمت الله، مراد، نصرخان او سلیمان په نومونو اته نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپي شوي پوځیان د برید له وېرې د هوا له لارې د چورلکو په واسطه انتقال شوي دي.