کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.
وزارت زیاتوي، یاد کسان د غلا، باج اخیستو، د بهرنیو اسعارو ناقانونه پېر او پلور، ناقانونه وسلو ګرځولو او قاچاق په تړاو نیول شوي او د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې، پنځه تنه په خوست، څلور تنه په سمنګان، درې تنه په فاریاب، درې تنه په نیمروز، دوه تنه په ننګرهار او پنځه تنه په پکتیکا، بلخ، هلمند، لغمان او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، د اورزګان امنیې قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په پلټونکي عملیاتو کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.