د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، نامعلومو وسلوالو په یوه بې‌ساري اقدام کې له ډرون الوتکو (کواډکوپټرونو) په استفادې د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، دا بریدونه په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې دوه ځلې د لکي مروت او جنوبي وزیرستان په اړوندو سیمو کې ترسره شوي.

د معلوماتو له‌مخې، په دغو بریدونو کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د پاکستاني پوځ پر پوستو د دې تازه ډرون بریدونو مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی او نه هم ځایي پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version