د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د مسؤلینو په منځګړیتوب په دوه جلا جرګو کې د څلورو کورنیو ترمنځ د دښمنیو روغه وشوه او یو بل یې وبښل.
کورنیو چارو وزارت وایي، د پغمان ولسوال قاري علي محمد مجاهد د پخلاینې په دواړو مراسمو کې د یادو کورنیو ترمنځ په روغې جوړې خوښي وښوده او ویې ویل، چې په اسلامي شریعت کې د مسلمانانو ترمنځ کرکې ته هېڅ ځای نشته.
د یادونې ده، چې دغه دښمنۍ چې یوه یې شاوخوا اوولس کاله وړاندې د پغمان ولسوالۍ د بلسان خالداري کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه او یو تن پکې وژل شوی و او بله شخړه نږدې دیارلس کاله وړاندې د یادې ولسوالۍ د فرمانخېلو کلي کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې یو تن وژل شوی و او دوه تنه ټپيان شوي وو.