ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۲/۲ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.

۲_محتسبینو تخار کې د یوې اته کلنې یتیمې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې.

۳_امنیتي ځواکونو کاپیسا کې اته تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي.

۴_د عامې روغتیا وزارت: د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي تصویب شوې.

۵_کندهار کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړېږي.

۶_مولوي اميرخان متقي له خپل ايراني سيال سره په خبرو کې د افغان کډوالو په با عزته ستنولو ټينګار کړی.

۷_امنیتي ځواکونو اروزګان کې د وسلو او مهماتو لویه زېرمه کشف کړې.

۸_کورنیو چارو وزارت: د پغمان ولسوالۍ د مسؤلینو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پای‌ته ورسېدې.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_په مرستو بار لسګونه لاريو له مصر څخه د غزې پر لور حرکت کړی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امريکا په میشیګن کې د چړې بريد؛ ۱۱ تنه ټپيان شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version