د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هرات امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف او اختطاف امریت منسوبینو څلور هغه حرفوي غله نېولي، چې شپږ میاشتې وړاندې یې د یاد ولایت په کهسان ولسوالۍ کې له یوه کور څخه د یوې مېرمنې په مرسته ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلو ګرامه سره زر غلا کړي وو.
د یاد وزارت په وینا، نیول شوې پیسې او سره زر د اسنادو تر ارزولو وروسته پولیسو خپل اصلي مالک ته سپارلي، متضرر کس د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي دي او د هرات له امنیه قومندانۍ یې ځانګړې مننه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي له نیول شوو غلو یو میل کلاشینکوف، یو میل تومانچه او یو عراده موټر هم ترلاسه شوی دی.
یاد وزارت ډاډ ورکړی چې د یادې قضیې په تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي او له عاملینو سره به د نافذه قوانینو سر سم قانوني چلند ترسره شي.