د کورنیو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ریاست له ۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نشه‌یي توکو د کروندو د له منځه وړلو په دوام ۲۴۴ جریبه نشه‌يي کروندې د بغلان په تاله او برفک، دوشي، پل حصار ولسوالیو او مرکزي بغلان، څه باندې ۲۰۰ جریبه د بدخشان په ارگو ولسوالۍ، ۶۲ جریبه په لغمان، ۲۰ جریبه په کندوز، ۱۵۵۰۰ متربع ځمکه په تخار او ۵۷۲۸ متر مربع ځمکه په پروان کې له کوکنارو پاکه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، همدا راز د نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو هرات او نیمروز کې هم د نشه‌يي توکو کروندې له منځه وړي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت د هلمند په مرکز لښکرگاه او باباجي ولسوالۍ کې د موټرونو، موټر سایکلونو او موبایلونو د غلا په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له نیول شوو کسانو څخه یوه عراده موتر، پینځه موټر سایکلونه او درې غلا شوي گرځنده موبایلونه تر لاسه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، په هېواد کې د بشپړ امنیت او د نشه‌يي توکو سره د مبارزې په پار پولیس شپه او ورځ کار کوي، څو هېوادوال په بشپړ امنیت کې د ژوند چارې پر مخ یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version