کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په یاد وزارت کې د لومړي ځل لپاره د DNA د چټک پېژندنې سیستم فعال او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کار یې د جرمونو د علمي څېړنې، د مجرمینو د کره پېژندنې او د عدلي شواهدو د اعتبار په برخه کې مهم پرمختګ بللی.
د دغه سیستم د پرانیستې مراسم د جنايي تخنیک (کریمنال تخنیک) ریاست اړوند د بیولوژیکي لابراتوار او د DNA مدیریت کې ترسره شول. په مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس شېخ نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري معین ملا رحمت الله نجیب او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د DNA د چټک پېژندنې نوی سیستم به د جرمونو په کشف کې دقت زیات کړي، د شکمنو او مجرمینو په علمي پېژندنه کې به مرسته وکړي، د بېګناه کسانو د حقونو په خوندي کولو کې به اغېزناک رول ولوبوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به باوري او مستند علمي شواهد وړاندې کړي.
د وزارت په وینا، د دغه پرمختللي سیستم فعالېدل د هېواد د جنايي تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د عدالت د تأمین بهیر د لا اغېزمنتیا په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.


