راپورونه وایي، د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې.

دغه نښته شاوخوا یو ساعته وړاندې شوې، خو د نښتې لامل تر اوسه مالوم نه دی.

افغان لوري پاکستانی لوری په جګړې تورن کړی دی.

تر اوسه په رسمي ډول د دغې نښتې په اړه څه ویل شوي نه دي.

په ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ وخت نا وخت نښتې کیږي.

د دغو نښتو لامل د پاکستان له لوري د غیر قانوني پوستو جوړول یا له کرښې دیخوا راوښتل وي چې د افغان ځواکونو له مخالفت سره مخ کیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version