ليکوال: عبدالله زاهد

د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې له څو میاشتو راهیسې روان اعتراضونه پر تاوتریخوالي اوښتي دي.دغلته له تېرو څو ورځو راهیسې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اخ و ډب روان دی چې ګڼ شمېر کسان پکې ټپي او وژل سوي دي؛ زرګونه کشميريان سړکونو ته د خپلو حقوقو غوښتلو په پار راوتلي وه چې د پاکستان د جابر نظام له طرفه پرې ډزې سوي.

پاکستان همېش همسايه ملکونو او سيمه کې د غرب، يهودو او نورو په غوښتنه لاسوهنه کړې؛ د هغوی د پروژو عملي کولو ته يې کار ويلی چې بدل کې ترې پيسې اخلي او دغه پيسې ډيری بيرته د پوځ و آی ايس جېبونو او پر همدغو د غرب او نورو پروژو په سيمه کې په عملي کولو ترې ځي؛ ځکه د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې پر غرقېدو دی او ولس يې له يوې خوا د جابر نظام د ظلمونو څخه په عذاب او بل طرف بيا د ژوندانه د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ګراني او د برق و ګيس بيلان دي چې کشميريان يې هم مجبوره کړه تر څو د نظام مقابل سړکونو ته راووځي او لاريونونه وکړي.

په کشمير کې چې کله لاريونوال سړکونو ته راووتل نو د همېش په څېر د پاکستان د جابر نظام له طرفه پرې مرمۍ اورېدلي چې زيات شمېر شهيدان و زخميان لري.

کله چې د يوه نظام مشران غله وي، پوځ يې غل وي، استخبارات يې غله وي؛ يعني په ټوله کې نظام غل وي نو معلومه ده چې د پاکستان په څېر به ډېوالي کېږي؛ ځکه له ملک څخه ټولې پيسې د پوځ او آی ايس آی مشران بهر باسي؛ د سويس بانکونو کې يې ږدي.

د يوه راپور له مخې چې ۲۰۲۲ ميلادي کال کې خپور سو چې د سويس بانکونو کې د پاکستان د پوځ او د آی ايس آی د مشرانو ۶۰۰ اکونټونه وه چې ۱۴۰۰ پاکستاني پوځيانو او د آی ايس آی مشرانو سره يې لينک وو، په دغه راپور کې د پاکستان د آی ايس آی د مشر نوم هم وو.

دغسي د پوځ د مشرانو ډېر کاروبارونه هم رسوا سوه چې بهر له پاکستان څخه يې درلودل. همدغسي د دوی له وحشتونو څخه د پاکستان ولس په تنګ راغلی؛ بلوچستان کې له څو مياشتو څخه لاريونونه شروع دي.

يوې خواته بلوڅان دي چې د خپلو ورک سوو او ورکېدونکو خلکو په پار سړکونو ته راوځي او بل طرف پښتانه دي چې لارې يې پرې بندي کړي او د ماسختن پر ګوله حيران دي خو هيڅوک يې ږغ نه اوري؛ ځکه له لېوانو څخه په لاريونونو به هيڅکله د پاکستان ولس ځان خلاص نه کړي؛ ولي چې له کلونو څخه د خيبر پښتونخوا ولس د خپلو پښتنو د ورکېدو او ګمنامه وژنو څخه په تنګ راغلي او پر سړکونو ناست دي خو هيڅ يې هم په لاس نه دي ورغلي او ورځ تر بلې لا هم پرې سخت ظلمونه کېږي او لا هم رټل کېږي، وژل کېږي خو مشران او سياسيون يې د دوی په وينو لوبې کوي؛ د دوی د سرونو په سودا سره يې د سويس بانکونه ډک کړي.

د پاکستان له جوړښت څخه ونیسه تروسه پورې بهرنۍ او اقتصادي پاليسۍ خودمختاره نه دي ځکه د پاکستان له جلا کېدو څخه مهمې فابريکې او اقتصادي مرکزونه انډيا ته پاته سوه؛ هغه وخت کې د پاکستان پوځ واک ټول له سياسيونو واخيست او د غرب، يهودو او عربستان پروژو ته يې لبيک و وايه چې بدل کې د آی ايم ايف په نامه قرضونه، مرستو يا هم د عربستان له خوا د سود په نامه پاکستان ته پيسې ورکول کېږي تر څو سيمه کې د دوی پروژې عملي کړي.

دا چې اوس وخت کې يو طرف پاکستان له رسوايي سره مخ سوی؛ نړيوال پوه سوي چې سيمه کې همېش نا امني، جګړه دوی جوړه کړې؛ کله له انډيا، کله له ايران او کله بيا له افغانستان يا بنګلديش سره په مشکل اخته وي؛ خلک ورته روزي تر څو دغو هېوادونو کې امنيت خراب او د غرب ګټې خوندي کړي؛ چې اوس دی د غرب دې پلانونو کې پاته راغلی ځکه هغوی پرې پيسې بندي کړي.

چين پور نه ورکوي، عربستان ځکه سود نه ورکوي چې داعش خراسان ناکامه او هغوی ترې نا اميده سوي او دلته افغانستان کې يو داسي مرکزي، خودمختاره نظام راغلی چې داعش خراسان او نه هم شمالي ټلواله ترې سر پورته کولای سي؛ ولس ټول له نظام سره ولاړ دی؛ ځکه امن يې ورته راوستلی، اقتصادي پروژې او د پرمختګ کارونه ښه په جوش کې روان دي.دغه حالت افغانستان کې پاکستان سخت مايوسه کړی او هم يې باداران ترې خوابدي او پيسې نه ورکوي.

بل طرف خپله پاکستان کې ټي ټي پي او بلوڅان ورځ تر بلې پرمختګ کوي او همدغسي ځيني نورې ډلې کشمير کې ورته راپورته سوي تر څو له دې جابر نظام څخه خپلواکي تر لاسه او له ظلمونو يې ځان خلاص کړي ځکه يې اقتصاد ضربه خوړلې.

حکومتونه په ظلم او زور سره نه بلکې د خلکو پر زړونو باندي کېږي؛ ظالم نظامونه به تر څه وخته وي اما زوال يې لازمي دی. نن وو که سبا د پاکستان نظام به ماته خوري او ان شاءالله چې ډېر ژر به پاکستان کې هم د پګړيوالو نظام قائم سي.

يوې خواته د پاکستان بهرنۍ پاليسي د غرب لاس کې ده او نه يې پرېږدي چې له نړيوالو سره آزاد کاروبار او خپلواکې اړيکې ولري او بل طرف يې مرستې هم پرې درولي؛ ځکه خو ډېواليتوب ته رسېدلي او ولس يې پارېدلی، دا يې شروع ده چې ختم به يې د دې جابر نظام په ختمېدو سره وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version