محمد فیصل

دوبۍ لیکس؛ د جمهوریت چارواکو د افغانستان د ابادۍ په پیسو دوبۍ کې کورونه اخیستي ديدوبۍ لیکس د ۵۸ سازمانونو ۷۴ ژورنالستانو د خپلو اوږدو څیړنو په پایله کې چمتو کړې څیړنه ده چې په دوبۍ کې له اخیستل شویو شتمنیو څخه پرده پورته کوي.

دغه شتمنیو کې اپارتمانونه او ویلاګانې شاملې دي.د نورو په ګډون دغه کسانو کې هندیان، انګریزان، پاکستانیان، اوکراینیان او افغانان شامل دي چې دوبۍ کې د میلیونه ډالرو شتمني لري.

د تیر حکومت ځینې لوړ پوړي مشران په لست کې ځای لري چې په ډله کې یې د تیرې ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، زوی یې اجمل رحماني، د مخکیني حکومت مشر حامد کرزي د تره زوی رشید پوپل، د شر و فساد د مشر قسیم فهیم زوی ادیب فهیم، اسدالله خالد او نور شامل دي.

دغه موندنې د occrp سازمان په ویبسایټ کې نشر شوي او د دوبۍ د املاکو چارواکو څخه یې مالومات ترلاسه شوي دي.

میر رحمان رحماني امریکایي قراردادي و چې افغانستان کې میشتو اشغالګرو پوځیانو ته یې تیل رسول.

رحماني او زوی یې په ۲۰۱۹ کې د پیسو په زور د هغه مهال د ولسي جرګې غړي شول.

څیړنه وایي چې رحماني او زوی یې په دوبۍ کې د کورونو (جایدادونو) په اخیستو پینځلس میلیونه ډالر لګولي دي.د دوی په شتمنیو کې اپارتمانونه، ویلاګانې او دوه لوړ تعمیرونه شامل دي.

د فهیم زوی ادیب فهیم د ۳.۵ میلیونه ډالرو شتمني لري. د فهیم ورور حسین فهیم ۸.۸ میلیونه ډالر شتمني لري.د تیر حکومت د دفاع وزیر اسدالله خالد ۵.۴ میلیونه ډالر شتمني لري.

دغه راز، د شر و فساد یو مهم غړی احمد ولي مسعود، د کرزي د تره زوی رشید پوپل او د مخابراتو پخواني وزیر امیرزي سنګین په ګډون ځینې نور کسان دي چې د افغانانو په نوم راغلیو پیسو کې یې فساد کړی او پیسو باندې یې دوبۍ کې ځمکې او جایدادونه اخیستي دي.

د طالبانو د تیر حکومت له چپه کیدو وروسته چې میلیاردونه ډالر د افغانستان د ابادۍ له پاره افغانستان ته راغلل، په هغو کې دغه ډول کسانو فساد وکړ او د افغانانو په نوم راغلې پیسې یې بهر ته یوړې.

دا لومړی ځل نه دی چې د تیر حکومت د چارواکو فسادونه افشا کیږي.

په ۲۰۲۲ کال کې وال سټریټ ژورنال په یو مطلب کې د تیر حکومت د چارواکو له فساد پرده پورته کړې وه.

په هغوی کې یو تن د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وو چې امریکا کې یې د دیرش میلیونه ډالرو په اندازه شتمني درلوده.

د جمهوریت شل کلنه دوره د مالي فساد له مخې د افغانستان د تاریخ تر ټولو بده دوره ګڼل کیږي چې لوی اکثریت حکومتي کسان په کې په فساد کې ډوب وو.

هغوی د افغانانو په نوم کومک شوې پیسې غلا کړې، غصب یې وکړ او خپل ځان او بچیو ته یې ارام ژوند جوړ کړ، مګر عام افغانان غریب او بې وزله پاتې شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version