د کونړ ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پېچدرې ولسوالۍ کې دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستي بدله شوې ده.
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس مولوي عزیزالرحمن حقاني، د ښاري ابتدایه محکمې رئیس مولوي محمد ایوب قلم، د پېچدرې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محب الله، امنیه قومندانۍ، قومي مشرانو او سپنږیرو په گډون د یادو کورنیو ترمنځ د څو کلونو دښمني په دوستي بدله شوې ده.
د ځايي مسوولینو په خبره، د پېچدرې ولسوالۍ د وردېش کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع د ځايي مسوولینو په منځگړیتوب حل شوه.
د کونړ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو رئیسانو له ځايي خلکو وغوښتل، چې د داسي موضوعاتو په اصلاحي ډول حل کې د خپل نظام سره نهستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د یادو کورنیو غړو هم د کونړ د ځايي مسوولینو هڅې وستایلې، چې پخوانۍ دښمنۍ یې په دوستۍ بدلې کړې او د دوو کورنیو ترمنځ یې څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه.