د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي،که په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، نو ښایي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو له ټرمپ سره د خپلو اړیکو پیاوړي کولو په لټه کې دی او له همدې امله یې، غزه کې د احتمالي اوربند په تړاو هم خوش‌بیني ښودلې.

ډونالډ ټرمپ په دې لیدنه کې د ډموکراټ ګوند په غړیو هم کلکې نیوکې کړي او هغوی یې بې‌کفایته مسوولان بللي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي و، که د یاد هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، ډېر ژر به د اوکراین او روسیې جګړه او غزه کې د اسراییلو روان برید د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

امريکا ته د اسراییلي رژيم د لومړي وزير سفر واشنګټن کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او نتنياهو یې د غزې د روان وحشت مسول او جنايتکار وباله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version