د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، ډېر شمېر دغه کسان بیا له ایرانه راستانه شوي دي چې له ډلې یې، له دغو راستنو شويو سره يو شمېر مرستې هم شوې دي.

په همدې حال کې، ځینې افغانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره تللي، دغو هېوادونو کې د ژوند له سختو شرایطو او له دوی سره له ناوړه چلند شکایت کوي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې له دغو هېوادونو د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره په نږدې راتلونکي کې د خپلو پلانونو د عملي کولو خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version