د لویدیځ پلانونو پلي کوونکي

هغه کسان چې تل د یاغي‌توب لاره نیسي، هیڅکله یوازې او بې ملاتړه نه وي، بلکې د دوی شا ته یو پیاوړی او ټینګ ملاتړ وي.

ځکه هغه کسان چې په خپل هیواد کې د حکومت او په ځانګړي ډول د اسلامي نظام په وړاندې پاڅون کوي، هیڅکله یوازې نه وي او یوازې نه شي کولی چې داسې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي او د لویدیځپالو موخو د تحقق لپاره پاڅون وکړي.

له همدې امله، دا د خدای تعالی څخه غافل جماعت د حکومت ترلاسه کولو، واکمنۍ، او د هیواد د شتمنیو چورولو په طمعه د خپلو ګټو په خاطر له بهرنیانو سره لاس یو کوي او عمل ته داخلېږي.

خو دوی له دې ناخبره دي چې «څوک چې ډوډۍ ورکړي، فرمان هم هغه ورکوي» هغه کسان چې شاته ناست دي او د وضعیت کنټرول په لاس کې لري، هیڅکله پرته له کوم هدف او هیلې، دې خلکو ته مرسته او مالي ملاتړ نه ورکوي تر څو د اسلامي نظام په وړاندې جګړه وکړي.

بلکې د دوکو او طمعو له لارې، د دوی سترګې او زړونه ډکوي، او په هغه هیواد کې د خپلو غوښتنو د پوره کولو او د سیمې د ناامنه کولو او ورانولو په لټه کې وي.

دغه پټې غوښتنې پرته له دې چې د هغه هیواد خلک په داسې بې‌زولنو او بې‌اختیاره غلامانو بدل کړي چې په خپلو دیني او دنیايي چارو کې هیڅ اختیار او واک ونه لري، بل هېڅ نه دي، بلکې تل به د لویدیځ لارویان وي.

دغه پلانونه د همدې خپلو غولول شويو خلکو له چې د لوبو په ګوډۍ بدل شوي دي، ترسره کیږي چې هیڅکله به د خپلو بادارانو ته د “نه” ویلو وړتیا ونه لري.

له همدې امله، موږ ویلی شو چې د یاغي‌توب یوه نښه د دې خلکو په فعالیتونو کې د بهرنیو هیوادونو او اشغالګرو ګټې خوندي کول او د دوی پروژې پلي کول دي.

خو په اوسني وخت کې او په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته، هر یاغي د خپل بادار لمن نیولې او په هغه هیواد کې یې پناه اخیستې او عملاً یې وښودله چې د دوی پلانونو جوړوونکی او حاکم څوک وو.

الله پاک ته زر ځله شکر او مننه چې د افغان آزادې خاورې له ناولو خلکو پاکې او صافې شوې.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version